پېښور 26 جولائي (اے پي پي)پوليس د خېبر ضلعې جمرود تهاڼې سخي پل په چوكۍ د نامعلومو شرخوښو لخوا د لويو وسلو او لاسي بمي بريدونه ناكامه كړل ۔د خېبر ډي پي او سليم عباس كلاچي له مخې به بريد كښې كوم ډول ځاني زيان ونه شو ۔ده ووئيل د پوليس په وخت ځوابي كاروائۍ څخه بريد كوونكي وتښېدل۔ده ووئيل چ اطلاع ترلاسه كېدو سره د جمرود اېس اېچ او په مشرۍ كښې د پوليس لويه نفري د پېښې ځاې ته ورسېده ۔د جمرود پوليس لخوا په سيمه كښې د شرخوښو نيولو لپاره ځاې په ځاې ناكه بندي شوې او سرچ اپرېشن پېل كړے شوے۔