
پېښور 26 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي آصف علي زرداري د جمهوريت بر لاسي او د مفاهمت د سياست سرتاج دے۔صدر مملكت آصف علي زرداري په سالګره په خپل پیغام كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل د جمهوريت او د پاكستان دښمنانو په سترګو كښې د شهيدې بي بي نه پس صدر زرداري نا خوښے سياستمدار دے۔ده ووئيل صدر زرداري اختيارات د ځان سره د ساتلو په ځاے صوبو ته د منتقل كولو اعلٰی مثال وړاندې كړے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د پاكستان استحكام٬په منطقه كښې د تجارت ودې او د آئين پرله پسې سرلوړۍ كښې د آصف علي زرداري كردار ځانګړے دے۔