د بلوچستان سېلاب ځپلو بحالۍ پروژو په اړه غونډه كښې د مير سرفراز بګټي د وډيو لنك د لارې ګډون

كوئټه 25 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان سېلاب بحالۍ پروژو په اړه په غونډه كښې مير سرفراز بكټي د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔غونډه د پلاننګ اينډ ډوېلپمنټ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې وشوه۔د بلوچستان وزيراعلٰی په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ هلو ځلو لپاره په ګرانټ د وفاق مننه كوو٬په بلوچستان كښې د 2010 او 2022 سېلابونو څخه لويه تباهي راغلې وه۔ده په دې امر زور راوړو چې په كوئټه كښې د بحالۍ پروژو له مخې د موسمياتي دفتر جوړول ضرورې دے٬ده تجويز وركړو چې په پروجيكټ د پېشرفت جاج اغستو لپاره چيف سېكرټري او د بلوچستان د ترقيات اېډېشنل چيف سېكرټري كمېټۍ كښې شامل كړے شي۔ده ووئيل كچهي كينال پروجيكټ د صوبې مهمه زرعي منصوبه ده او د دې پروژې پېشرفت جاج اخستلو لپاره سمدستي غونډه كول ضرورت دي۔په غونډه كښې د بلوچستان چيف سېكرټري شكيل قادر خان٬ د ترقيات اېډېشنل چيف سېكرټري حافظ عبدالباسط ٬ پرنسيپل سېكرټري ټو چيف منسټر عمران زركون٬د خزانې سېكرټري بابر خان پشمول اړوندو چارواكو د وډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔