پیښور 25 جولائي (اے پي پي)د پېښور په متنو سيمه كښې نامعلومو كسانو په ډزو كولو دوه ځوانان ووژل۔د پوليس له مخې د مړو شوو پیژندګلو د هارون او كاشف په نومونوشوې۔مړه شوي په موټرسائيكل روان وو چې په پاسانئ سيمه كښې نامعلومو كسانو په دوي ډزې وكړې چې په نتيجه كښې ئې هارون او كاشف مړه شول۔تورن د واردات نه پس وتښتېدل۔پوليس مړي د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته منتقل كولو سره لټون پیل كړے دے۔