د اولس د ځان او مال په تحفظ كښې به كومه بېغوري ونه زغملې شي ۔د بلوچستان ګورنر

كوئټه 24جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئېلي دي حفاظتي انتظامات او په خاص توګه د اولس د ځان او مال تحفظ له به كومه بېغوري ونه زغملې شي ۔دا خبره د شورو په ورځ د ژوب دورې په موقع د ضلعې انتظاميې افسرانو سره ملاقات كښې وكړه ۔په دې موقع د ژوب ډويژن كمشنر طارق الرحمان بلوچ ژوب كښې د تازه ترين امن او امان صورتحال٬پورته كړو ګامونو او په انتظامات بريفنګ وركړو ۔په دې موقع صوبائي وزيران مير عاصم كردګيلو او نور محمد ډومړ٬د ژوب ډپټي كمشنر محبوب احمد اچكزئي٬ايكټينګ ډي پي او اختر اچكزئي او د ضلعې انتظاميې نور افسران هم موجود وو۔د بلوچستان ګورنر ژوب او دې سره پيوست ضلعو كښې د امن او امان مجموعي صورتحال٬پورته كړو ګامونو او د بارډر په امنيتي انتظامات د ټولو قانون نافذ كونكو ادارو كاركردګۍ ستائېلو سره ووئېل حفاظتي انتظامات او په خاص توګه د اولس د ځان او مال په تحفظ له به كومه بېغوري برداشت نه كړې شي۔