کوئټه 23 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ مېرمنو لپاره د پارلماني کاکس جوړولو مشتركه قرارداد منظور كړے ۔ د نهې په ورځ د سپيكر کيپټن(ر) عبدالخالق اچکزئي په مشرۍ كښې غونډه وشوه چې پكښې وومن ډويلپمنټ ډيپارټمنټ لپاره د وزيراعليٰ سلاحكار ډاکټر ربابه بليدي لخوا په بلوچستان اسمبلۍ كښې مېرمنو لپاره د پارلماني كاكس جوړولو مشتركه قرارداد وړاندې كړے شو كوم چې غونډې په يوه خله منظوري وركړه۔