د خېبرپښتونخوا حکومت د سرکاري ملازمانو په نتخاګانو او پنشن كښې د وفاق په طرز د زياتوالي اعلاميه جاري كړه

پېښور 23 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې سردار علي امين ګنډاپور د منظورۍ نه وروسته د خزانې صوبائي محكمې د اېډهاك ريليف الاٶنس اعلاميه جاري كړه چې له مخې ئې د سكيل ون نه تر 16 د 25 فيصد او د سكيل 17 نه تر 22 د 20 فيصد اضافه وشوه٬ د ريټائرډ ملازمانو په پنشن كښې هم د وفاق په طرز 15 فيصده اضافه وكړې شوه٬ په دې لړ كښې د خزانې محكمې لخوا په جاري اعلاميه كښې ووئيل شول چې د دې اضافې اطلاق به د جولائي په تنخا او پنشن وي۔ د يادونې وړ ده د خېبر پښتونخوا حكومت په بجټ كښې په تنخاګانو كښې لس فيصده اضافه اعلان كړې وه او د دې نه وروستو چې كله وفاق بجټ وړاندې كړو نو په دې طرز د صوبائي حكومت لخوا هم په تنخاګانو كښې اضافه وكړې شوه٬ ريټائرډ ملازمانو ته زېرے وركولو سره په پنش كښې هم زياتوالے وكړے شو۔