حکومت په هېواد كښې صلاحيت لرونكو ميرمنو له يو ډول موقعو وركولو له لوظي دے،د انفارمېشن ټيکنالوجي، تعليم، پيشه ورانه تربيې ،لوبو او نورو څانګو كښې ميرمنو له آسانۍ وركولو ته حکومت خاص پام لرنه كوي:وزير اعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت په هېواد كښې صلاحيت لرونكو ميرمنو له يو ډول موقعو وركولو له لوظي دے،د انفارمېشن ټيکنالوجي، تعليم، پيشه ورانه تربيې ،لوبو او نورو څانګو كښې ميرمنو له آسانۍ وركولو ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔د خالي په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې له مخې وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف سره نړيوال شهرت لرونكې پاکستانۍ غر سر كونكې نائله کياني په اسلام آباد كښې ملاقات کرې۔وزيرِ اعظم نائله کياني له اوسنيو كښې د نړۍ په 5م لوئ غر مکالو په سر کولو مباركي وركولو سره د هغې په پاكستان كښې د تعليم اعزازي سفيرې ، د غر سر كولو څانګې پرمختګ او په دې اړه پيشه وره تربيې ترويج لپاره كار وستائلو۔ده وئويل پاکستان كښې ميرمنې په ټولو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔وزيرِ اعظم ووئيل د نائله کياني د پاکستانۍ وړومبۍ ميرمنې په هيڅ د غر سر كولو ، 8 زره ميټره دنګو 11 غرونو سر كول د پاکستان لپاره د اعزاز خبره ده۔وزيرِ اعظم ووئيل حکومت په هېواد كښې صلاحيت لرونكو ميرمنو له يو ډول موقعو وركولو له لوظي دے،د انفارمېشن ټيکنالوجي، تعليم، پيشه ورانه تربيې ،لوبو او نورو څانګو كښې ميرمنو له آسانۍ وركولو ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔نائله کياني د وزيرِ اعظم په هېواد كښې د ميرمنو پرمختګ ته په خ اص پام لرنه كولو مننه وكړه۔نائله کياني وزيرِ اعظم ته پاکستان كښې د غر سر كولو په څانګه كښې د خصوصي تربيې او هنر او پيشه وره تعليم په اړه تجاويز وړاندې كړل۔وزيرِ اعظم اړوندو چارواكو ته په دغه تجاويز عملدرآمد لپاره كوټلې تګلارې جوړولو سره د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔ملاقات كښې د ِ اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د وزيرِاعظم د موسمي بدلون کوارډينيټرې رومينه خورشيد عالم، د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔