
كوئټه 19 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په دوه ورځنۍ دوره لورالائي ته رسيدلے دے۔ د بلوچستان وزيراعلیٰ سره پارليماني سېكرټري مير بركت رند او د بلوچستان چيف سيكرټري شكيل قادر خان پشمول نور اعلیٰ چارواكي هم دي۔ د بلوچستان وزيراعلیٰ ته لورلائي ته په رسيدو د صوبائي اسمبلۍ غړي حاجي محمد خان تور اتمانخيل ، او د لورلائي ډويژن كمشنر بالاچ عزيز پشمول نورو تود هركلے ووے۔ وزيراعلیٰ ته به لورالائي ډويژن كښې په روانو پرمختيائي منصوبو د شوي پيشرفت په اړه بريفنګ وركولے شي۔د بلوچستان وزيراعلیٰ به په لورالائي كښې د بېلو منصوبو دوره او پلاويو سره ملاقات هم كوي۔