د پي پي پي ايبټ آباد غونډه ٬ د تنظيمي چارو په شمول د خيبر پښتونخوا ګورنر دورې په اړه د خيالاتو څرګندونه

اېبټ آباد۔ 19 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي اېبټ آباد غونډه د ضلعي صدر سيد سليم شاه په مشرۍ كښې په پیپلز سېکرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې د تنظيمي چارو په شمول د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د جولائي په 21 مه نېټه د اېبټ آباد دورې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د ملك فاروق او سيد سليم شاه په مشرۍ كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ته دروند هركلي وئيلو سره د اړوندو تيارونو او ذمه وارو تعين وكړے شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د خېبر پښتونخوا ګورنر به د جولائي په 21 مه نېټه د اېبټ آباد دوره كوي۔ ګورنر به په پیپلز سېکرټرېټ كښې نوې ټاكلې شويو عهدېدارانو او كارمندانو سره ملاقات او د ضلعي صدر سيد سليم شاه لخوا وركړې كېدونكې د استقاليې دستوره كښې ګډون كوي۔