د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د سينيټر سردار عمر ګورګيج په مشرۍ كښې د پيپلز پارټي د بلوچستان ډويژنل صدور وليدل

کوئټه 18 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د سينيټر سردار عمر ګورګيج په مشرۍ كښې د پيپلز پارټي د بلوچستان ډويژنل صدور او عمومي سېكترانو پلاوي په وزيراعليٰ سيکرټريټ كښې ليدلي۔ د پاکستان پيپلز پارټي د اطلاعاتو صوبائي سيکرټري سردار سر بلند خان جوګيزئي هم په دې موقع موجود ٶ۔ په دې موقع د پارټۍ په صوبائي كچه د تنظيم نو پشمول په اړوند چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔