د صوبے معاشي پرمختګ او سوكالي امن سره تړلې ده: د بلوچستان د خزانې ٬ مائنز او منرلز وزير

کوئټه 18 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان د خزانې او مائنز اينډ منرلز صوبائي وزير مير شعيب نوشيرواني د بلوچستان پوليس ويب سائټ خوشبينه ګرځولو سره وئيلي چې د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره امن ته اړتيا ده، د بلوچستان پوليس په ويب سائټ د درج كيدو ګيلو په حل كولو عملدرآمد تر ټولو ضروري دے۔د دې خيالتو څرګندونه ده د بلوچستان پوليس د ويب سائټ پرانستې دستورې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د تعليم صوبائي وزيرې راحيله حميد دراني ، د بلوچستان پوليس انسپکټر جنرل عبدالخالق شيخ ،د كوئټه ډپټي انسپکټر جنرل اعتزاز احمد ګورايا ،اېس اېس پي آپريشنز محمد بلوچ او نور هم موجود وو۔په دې موقع بريفنګ وركولو سره د كوئټه پوليس ډپټي انسپکټر جنرل اعتزاز احمد ګورائيه ووئيل د بلوچستان پوليس ويب سائټ د اولس آسانۍ لپاره ترتيب كړې شوې، آن لائن ګيلو سېل سره په ويب سائټ كوم هم وګړې ګيلے درج كولې شي۔