
پېښور 18 جولائي(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا رېسكيو 1122 ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد اياز خان وئيلي دي چې رېسکيو 1122 د محرم الحرام په مهال د يوې بشپړه لائحې له مخې صوبه كښې خذمات ترسره كړي ٬ د محرم الحرام په مهال په ښه كاركردګۍ به رېسكيو اهلكارو ته توصيفي سندونه وركولې شي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل چې رېسكيو 1122 د صوبې په 15 ضلعو كښې 12 زره عزادارو ته ابتدائي طبي مرسته وركړې چې پكښې 11 زره نه زيات كسانو ته په موقع او د زر نه زيات روغتونونو ته منتقل كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د 1122 لخوا په صوبه كښې د سلو نه زيات ميډيكل كمېپس لګولې شوې ٶ او د 200 نه زيات ګاډي هم تعينات ٶ۔ ده ووئيل چې د رېسكيو 1122 ميډيكل ډلې بېلا بېل جلوسونو سره تعينات وې۔ ده ووئيل چې د محرم الحرام په مهال په ښه كاركردګۍ به رېسكيو اهلكارو ته توصيفي سندونه وركولې شي۔