په چارسده كښې سخت طوفان او زيات باران ٬ دوه كسان مړه ٬ يو شمير نور ژوبل

پېښور۔ 18 جولائی (اے پی پی) په چارسده كښې د سخت طوفان او زيات باران د لاسه د چهتونو او دېوالونو پرېوتو په نتيجه كښی رامخې ته شويو پېښو كښې 2 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د ټی اېچ کیو روغتون چارواكو له مخې د شبقدر په سيمه كښې د طوفاني بارانونو د لاسه د چھتونو او دېوالونو پرېوتو پېښې رامخې ته شوې چې له امله يۍ دوه كسان مړه او نور لس كسان ژوبل شول۔ په مړو شويو كښې يوه مېرمنه او يو ځوان شامل دے د كومو مړي چې ټی اېچ کیو روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔