د خېبر پښتونخوا ګورنر د ډي آئي خان په هيلتھ سنټر د ترهه ګرۍ په بريد كښې د وګړو او امنيتي ځواكونو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 17 جولائي (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ډيره اسماعيل خان په رورل هيلتھ سنټر د ترهه ګرۍ بريد كښې د 5 وګړو او امنيتي ځواكونو دوه ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د غمرازۍ په خپل پيغام كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر شهيد شويو ليډي هيلتھ ورکرز، ماشومانو ، چوکيدار او امنيتي ځواكونو لوړو درجو لپاره او د غمجنو كورنيو زغم له دعا وكړه۔ګورنر د شهيدانو د كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي، شهيدان زمونږ قيمتي اثاثه ده،د غمجنو كورنيو په غم كښې شريك يو۔