د محرم الحرام په مهال په حفاظتي انتظامات كښې به كومه بې غوري ونه زغملې شي۔ د بلوچستان ګورنر

کوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل وئيلي دي د محرم الحرام په مهال دعبادت ځايونو، ماتمي جلوسونو، مجلسونو او د مذهبي اجتماعات په حفاظتي انتظامات كښې به كومه بې غوري ونه زغملې شي٬ د محرم الحرام په مهال د اولس د ځان او مال تحفظ په خاطر د قانون نافذ كوٶنكو ټولو ادارو ترمېنځنه قوي او فعاله روابط ساتلو ته ضرروت دے ځكه چې دا ذمه واري د حكومت ده، په موجوده حساسيت كښې دې په صوبه كښې هر ځاے په خاص توګه زيات حساس ځايونو او د عبادت په ځايونو امنيت ټينګولو لپاره انتظامات وكړے شي۔ خپل بيان كښې ګورنر په دې خبر زور رواړو چې د محرم الحرام د ماتمي جلسې او جلوس منتظمينو سره مشاورت لا موثره كول هم لازمي دي۔ ده ووئيل د حکومت او اولس دواړو ذمه واري ده چې ھغوي د عبادت په ځايونو ، جلسې او جلوسونو په شا او خوا كښې په مشكوك كسانو ژور نظر ولري او سوله ايز صورتحال باوري كولو لپاره كردار ولوبوي۔ ده ووئيل ضلعي انتظاميه او نورو امنيتي ادارو فول پروف امنيتي انتطامات څخه دا هيله لرلې كېدي شي چې د عاشورې ورځ به په خېر او عافيت سره پائې ته ورسي۔