رياض 15 جولائي (اے پي پي) د خليج مرستې کونسل (جي سي سي) سيکرټري جنرل جاسم البديوي د امريكې په پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د بريد غندنه وكړه۔ اردو نيوز له مخې ده تيره ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل دا هڅه د انسانيت، اخلاقي اقدار او اصولو په ضد ده۔ده ووئيل تشدد او ترهه ګري په هيڅ صورت كښې جائز نه شي ګرځولې كيدے۔ د جي سي سي …
د جي سي سي سيکرټري جنرل د امريكې په پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د بريد غندنه وكړه
رياض 15 جولائي (اے پي پي) د خليج مرستې کونسل (جي سي سي) سيکرټري جنرل جاسم البديوي د امريكې په پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د بريد غندنه وكړه۔ اردو نيوز له مخې ده تيره ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل دا هڅه د انسانيت، اخلاقي اقدار او اصولو په ضد ده۔ده ووئيل تشدد او ترهه ګري په هيڅ صورت كښې جائز نه شي ګرځولې كيدے۔ د جي سي سي هېوادونه سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا غير مستحکمونكې هر ډول تشدد او ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ ده د ډونلډ ټرمپ زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔











