هند٬ كروندګر يو ځل بيا د مودي حكومت په ضد سړكونو ته راوتلو له چمتو شول

نوے ډيلے 12 جولائي (اے پي پي) په هند كښې كروندګر يو ځل بيا د مودي حكومت په ضد سړكونو ته راوتلو له چماتوالے نيسي٬ د حكومت په ضد د احتجاج پرېكړه د (سنيوکت کسان مورچه) په غونډه كښې شوې چې پكښې د 17 ايالتونو 150 نمائندګان شريك وو ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په غونډه كښې د كروندګرو مسئلو حل كولو له د حكومت په ضد د …

نوے ډيلے 12 جولائي (اے پي پي) په هند كښې كروندګر يو ځل بيا د مودي حكومت په ضد سړكونو ته راوتلو له چماتوالے نيسي٬ د حكومت په ضد د احتجاج پرېكړه د (سنيوکت کسان مورچه) په غونډه كښې شوې چې پكښې د 17 ايالتونو 150 نمائندګان شريك وو ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې په غونډه كښې د كروندګرو مسئلو حل كولو له د حكومت په ضد د احتجاج كولو پرېكړه شوې۔ د كروندګرو مشرانو په دې موقع ووئيل مونږ به د كروندګرو په مفاد كښې تحريك مخ په وړاندې بوځو٬ د دې نه علاوه په ټولو ايالتونو كښې به د كروندګرو تنظيمونه لا فعاله او مضبوطولې شي٬ د احتجاج د دې پروګرام له مخې به د مطالباتو يو خط هم ليكلے شي كوم چې په كروندګرو به وېشلې شي۔