د چين غېر ملكي تجارتي حجم د روان كال په شپږو مياشتو كښې رېكارډ لوړې كچې ته ورسېد

بيجنګ 12 جولائي (اے پي پي) د چين د غېر ملكي تجارت حجم د روان كال په شپږو مهاشتو كښې رېكارډ لوړې كچې ته ورسېد چې ورسره د چين د اقتصادي بحالۍ رفتار لا ګړندے شوے۔ د شنهوا له مخې د جمعې په ورځ د جنرل ايډمنسټريشن آف کسټمز شمېرو تر مخه وئيلي دي د جنورۍ نه تر جون د څيزونو د تجارت حجم په كلن بنياد د 6.1 فيصد …

بيجنګ 12 جولائي (اے پي پي) د چين د غېر ملكي تجارت حجم د روان كال په شپږو مهاشتو كښې رېكارډ لوړې كچې ته ورسېد چې ورسره د چين د اقتصادي بحالۍ رفتار لا ګړندے شوے۔ د شنهوا له مخې د جمعې په ورځ د جنرل ايډمنسټريشن آف کسټمز شمېرو تر مخه وئيلي دي د جنورۍ نه تر جون د څيزونو د تجارت حجم په كلن بنياد د 6.1 فيصد نه په زياتېدو 211.7 كهرب يوآن ته رسېدلے او په دې موقعه د چين په برامدات كښې 6.9 فيصد وياتوالے راغلے او په درامد كښې 5.2 فيصد اضافه شوې۔ رپورټ كښې وئيلي شوي سږ كال په وړومبو شپږو مياشتوكښې د چين په درآمدات او برآمدات كښې په مجموعي توګه د وروستي كال په مقابل كښې 7.4 فيصده زياتوالے راغلے كوم چې د كال وړومبو دريو مياشتو په مهال د 4.9 فيصد او د تېر كال په دومره موده كښې 1.7 فيصد ٶ۔