
پېښور 12 جولائه (اے په په) د خېبرپښتونخوا په يو شمېر ضلعو كښې د باران امكان دے ٬ په دې لړ كښې اېن ډي اېم اے خپل نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سنټر ته صوبه كښې د راتلونكو 24 ساعتو لپاره الرټ جاره كړے٬ د اېن اي او سي رپورټ له مخې د خېبرپښتونخوا په چارسده، چترال، كوز ٬بره چترال، مانسهره، پېښور، شانګله او د سوات ضلعو په بېلا بېلو سيمو كښې د نور باران امكان دے٬ د اېن ډه اېم اے چارواكو له مخې د پرله پسې او سختو بارانونو په سبب په ښاريو كښې د سېلاب او په غرئيزو سيمو كښې د لېنډ سلائهډنګ خطر دے، د اېن ډي اېم اے چارواكو وېنا ده صوبائي ادارې ته د هنګامي صورتحال مخنيوې لپاره د چمتوالي نيولو او د ضروري آلات، مشنرۍ او د ريسکيو عملې د حاضرۍ باوري كولو امر شوے ۔ اېن ډي اېم اے وګړو ته هم د باران له امله د اوبو او سېلاب نه د لرې پاتې كېدو سره سره د غرئيزو سيمو د غېر ضروري سفر كولو نه د ډډه كولو وئېلې دي ۔