په غزہ كښې جنګ بايد اوس ختم كرے شي ، اسرائيل دې په سيمه قبضه نه كوي٬ د امريكې صدر

واشنګټن 12 جولائي (اے پي پي) د امريکې صدر جو بائيډن وئيلي دي بايد په غزہ كښې جنګ اوس ختم كړے شي او د جنګ نه پس دې اسرائيل په سيمه قبضه ونه كړي۔ د اردو نيوز له مخې ده تيره ورځ نيوز کنفرنس كښې ووئيل په غزه كښې د جنګ بندۍ په فرېم ورك ډلي سلاح شوې وې خو د لوظنامې كولو لپاره اوس هم ځينې خنډان شته۔د امريکې …

واشنګټن 12 جولائي (اے پي پي) د امريکې صدر جو بائيډن وئيلي دي بايد په غزہ كښې جنګ اوس ختم كړے شي او د جنګ نه پس دې اسرائيل په سيمه قبضه ونه كړي۔ د اردو نيوز له مخې ده تيره ورځ نيوز کنفرنس كښې ووئيل په غزه كښې د جنګ بندۍ په فرېم ورك ډلي سلاح شوې وې خو د لوظنامې كولو لپاره اوس هم ځينې خنډان شته۔د امريکې صدر ووئيل په دې فرېم ورك اوس دواړه ډلې متفق دي ځكه ما خپله ډله مينځني ختيز ته لېږلې ده دغسې چې تفصيلات مخ په وړاندې بوتللے شي۔ بائيډن ووئيل دا يوه مشکله او كړكيچنه مسئله ده۔اوس هم لوظنامې ته رسيدلو كښې ځينې مشکلات شته۔مونږ پيش رفت کوو او زه د دې لوظنامې كولو او جنګ ختمولو لپاره لوظي يم۔د امريکې صدر جو بائيډن ووئيل اسرائيل بايد په غزہ قبضه ونه كړي۔ده اعتراف وكړو چې د اسرائيل د اړخه ځينې وخت مرسته كمه شوې.