
پېښور ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزیراعلی سردارعلی آمین ګنډاپور په مشرۍ كښې د كابينې غونډه نن د جمعې لمونځ څخه وروستو دوه بجې رابللې شوې ده۔ د جاري شوې اعلاميې له مخې غونډې لپاره 16 نكاتي ايجنډا جاري كړې شوې ده۔ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې په پوهنتونونو كښې د وائس چانسلرز تعيناتي هم د غونډې په ايجنډا كښې شامل ده۔ په غونډه كښې به د خېبر راجګال سيمې ته د آئي ډي پيز په ستنېدو غور كولے شي او هيله ده چې آئي ډي پيز له د معاوضې وركولو منظوري هم وركړې شي۔ په غونډه كښې به په بېلو قراردادونو غور كولے شي٬ چشمه رائټ بنک کنال لپاره د فنډز جاري كولو منظورۍ هم امكان دے۔ د وزیراعلیٰ په مشرۍ كښې كېدونكې غونډه كښې دې مقصد لپاره په اړوند ليګل فرېم ورك كښې بدلونونو ته هم حتمي شكل وركړے شوے دے۔ هيله ده چې دا بدلونونه به حتمي منظورۍ لپاره د كابينې غونډې ته وړاندې كړې شي۔ دغسې د باران د لاسه په رامخې ته شويو د لېنډ سلائيډنګ او سېلاب پېښو په شمول په نورو مهم مسئلو به هم بحث كولې شي۔