پېښور ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خېبر ضلعې د باړې تحصيل ګرېډ سټېشن ته نزدې تېره شپه په كے پي كے سټيل مل كښې د نامعلومه سبب له امله په لګېدلي اور رېسكيو 1122 قابو وموندلو۔ د ډسټرکټ اېمرجنسی افیسر خېبر انجنیئر شارق ریاض خټک له مخې اور په فېكټرۍ كښې په كچرا لګېدلې وو۔ د رېسكيو 1122 عمله اطلاع ترلاسه كولو سره په سمدستي توګه د پېښې ځايې ته ورسېده او په اور يۍ قابو وموندلو چې ورسره فېكټرۍ ته نزدې آبادي زيانمن كېدو څخه بچ كړې شوه۔