زمبابوے او هند ترمينځه څلورم ټونټي کرکټ ميچ به د خالي په ورځ كېږي

هرارے 12جولائي (اے پي پي) د زمبابوے او هند ترمينځه په 5 ټي ټونټي انټرنېشنل ميچونو مشتمل سيريز څلورم ميچ به نن د خالي په ورځ هرارے سپورټس کلب، هرارے كښې كېږي، د هند ډلې ته د زمبابوے په ضد 5 ميچونو سيريز كښې 1-2 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔د زمبابوے ډلې وړومبي ټي ټونټي ميچ كښې هند له په 13 رنزونو سره ماتې وركړې ؤ د كوم په ځواب …

هرارے 12جولائي (اے پي پي) د زمبابوے او هند ترمينځه په 5 ټي ټونټي انټرنېشنل ميچونو مشتمل سيريز څلورم ميچ به نن د خالي په ورځ هرارے سپورټس کلب، هرارے كښې كېږي، د هند ډلې ته د زمبابوے په ضد 5 ميچونو سيريز كښې 1-2 سره وړاندې والې ترلاسه دے۔د زمبابوے ډلې وړومبي ټي ټونټي ميچ كښې هند له په 13 رنزونو سره ماتې وركړې ؤ د كوم په ځواب كښې چې د هند دلې دويم ټي ټونټي ميچ كښې ښه کم بيك كولو سره زمبابوے له په 100 رنزونو سره م اتې وركړې دې ٬ دريم ټي ټونټي ميچ كښې د هند ډلې زمبابوے له په 23 رنز سره ماتې وركولو سره 1-2 سره وړاندې والې ترلاسه كړې۔د هند ډله به د خپلې دورې په مهال د 5 ټي ټونټي ميچونو سيريز کوي۔د زمبابوے او هند ترمينځه 5 ټي ټونټي کرکټ ميچونو سيريز ټول ميچونه به هرارے سپورټس کلب، هرارے كښې كېږي ۔ د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز څلورم ميچ به نن د خالي په ورځ كېږي دغسې 5م او آخري ميچ به په 14 جولائي کېږي۔

مزید خبریں