نيلم 11 جولائي (اے پي پي) په نيلم وېلي كښې د جيپ په ټرافيكي پېښه كښې پحق رسېدلو كسانو د جنازې مونځونه د لوات بالا په بېلا بېلو ځايونو كښې ادا كړے شو٬ د جنازې په مونځونو كښې د سيمي اولس په لويه شمېره ګډون وكړو ٬ دغسې ټول مړي خپلو ابائي اديرو كښې خاورو ته وسپارلے شول۔