پېښور 11 جولائی (اے پی پی)خیبر پښتونخوا كښې د صوبائي اسمبلۍ په حلقه پی کے 22 باجوړ كښې ضمني ټاكنو لپاره د ووټنګ عمل روان دے ۔د الیکشن کمیشن چارواكو تر مخه پولنګ د سهار 8 نه تر مازيګر 5 بجو به د كومې دمې نه غېر روان وي ۔ د عوامي نیشنل پارټي پي کے 22 صوبائي كانديد نثار باز او مولانا خانزیب خپل ووټونه په خپل اړوند پولنګ سټیشن كښې اچولو سره د پولنګ سټیشن نه بهر خپلو کارکنانو ته د پرامن پاتي كېدو تلقین کولو سره د انتخابي عملې سره د زړه پورې مرستې غږ كړے ۔ ضمني ټاكنو كښې د دې حلقې څخه 11 كانديدان برخه اخلي ۔ ضمني الیکشن كښې به يو لاکھ 79 زره 10 ووټران خپل د رائے وركولو حق كاروي ، په دې كښې 99038 سړي او 79972 مېرمنې ووټرانې شاملې دي ۔ د چارواكو وېنا ده د ضمني ټاكنو لپاره 91 پولنګ سټیشنز او 276 پولنګ بوتھ جوړ كړے شوي ، چې پكښې 43 پولنګ سټیشنز حساس، 23 ډېر حساس ګرځولې شوي ۔ضمنی الیکشن لپاره په مجموعی توګه 91 پولنګ سټیشنز باندې 276 پولنګ بوتھ جوړ كړے شوي ۔ حلقه پی کے22باجوړ كښې دا وخت 11 امیدواران په میدان كښې ولاړ دي چې پكښې د جماعت اسلامي عابد خان، د اے این پی محمد نثار باز، د سنی اتحاد راحت اللہ، د پیپلز پارټي عبداللہ، د پخواني ګورنر شوکت اللہ زوي نجیب اللہ خان د آزاد امیدوار او د پي ټي آئي ټکټ په نه تر لاسه كېدو اختر ګل په آزاد حیثیت سره برخه اخلي ۔ واضحه دې وي چې دې حلقه څخه ایم این اے مبارک زیب خپل كانديد میاں حبیب ګل د سني اتحاد کونسل راحت اللہ په حق كښې كیښنولے دے ۔