د خيبرپښتونخوا وزيراعلی په بنو کښې د بارانونو، سيلۍ او ږلۍ له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه

پشاور۔ 11 جولائی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور په بنو کښې د بارانونو، سيلۍ او ږلۍ له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه کړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی په بېلا بېلو پېښو كښې د 2 كسانو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي …

پشاور۔ 11 جولائی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور په بنو کښې د بارانونو، سيلۍ او ږلۍ له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه کړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی په بېلا بېلو پېښو كښې د 2 كسانو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي او دوئي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعلی د ژوبل شويو كسانو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده ضلعي انتظاميې ته ژوبل شويو لپاره د هر ډول طبي مرستې برابرولو او دوئي ته د فوري ريليف وركولو هدايت كولو سره ځپليو كورنيو لپاره معاوضه هم اعلان كړه۔ وزيراعلی د ريليف څانګې ته ځپلې شويو سره فوري مرسته كولو له د ضروري اقداماتو هدايت وكړو۔

مزید خبریں