پاکستان پيپلز پارټي د شهيدانو ګوند دے٬ د پيپلز پارټي د اطلاعات سېكتر امجد افريدي

پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي د خېبرپښتونخوا د اطلاعات سېكتر امجد افريدي وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټي د شهيدانو ګوند دے او په هېواد كښې د جمهوري نظام لپاره زمونږ د ګوند مشرانو او عامو كاركنانو بلها قربانۍ وركړي خو د خپل اصولي موقف څخه لاس په سر شوي نه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په پېښور پرېس كلب كښې …

پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي د خېبرپښتونخوا د اطلاعات سېكتر امجد افريدي وئيلي دي پاکستان پيپلز پارټي د شهيدانو ګوند دے او په هېواد كښې د جمهوري نظام لپاره زمونږ د ګوند مشرانو او عامو كاركنانو بلها قربانۍ وركړي خو د خپل اصولي موقف څخه لاس په سر شوي نه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په پېښور پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيراعليٰ سردارعلي امين ګنډا پور د سلطان راهي حکومت د ټك ټاك د نړۍ څخه دې رابهر شي او د امن او امان صورتحال ته دې پام وكړي۔ ده ووئيل د افسوس خبره ده چې صوبه كښې د اطلاعات وزير نشته او څوك ئې چې د اطلاعات مرستيال ټاكلے ھغه په ماضي كښې څو ګوندونه بدل كړي٬ ھغه د صوبې د چارو نه نا خبره دے۔ ده ووئيل په صوبه كښې د لاء اينډ آرډرز مسئله رامخې ته ده ٬ كاروباريان او عام وګړي مسئلو سره مخ دي۔

مزید خبریں