نوې ډېلۍ 10 جولائي (اے پي پي)د هند په شمالي اترپرديش ايالت كښې ډبل ډيكر بس د پيو ټينكر سره د ټكر كېدو له امله 18 كسه مره او 19 ژوبل شول۔شنهوا د ځايې پوليس په اړه ووئېل دا پېښه د شورو په ورځ سهار د اترپرديش پايه تخت لكهنؤ څخه نزدې 68 كلوميټره لوېديز كښې په لكهنؤ آګره ايكسپرېس وے د اناؤ اولسوالۍ ګدها كلي كښې رامخې ته شوه۔د …
په هند كښې ټرافېكي پېښه٬ 18 كسه مړه شول
نوې ډېلۍ 10 جولائي (اے پي پي)د هند په شمالي اترپرديش ايالت كښې ډبل ډيكر بس د پيو ټينكر سره د ټكر كېدو له امله 18 كسه مره او 19 ژوبل شول۔شنهوا د ځايې پوليس په اړه ووئېل دا پېښه د شورو په ورځ سهار د اترپرديش پايه تخت لكهنؤ څخه نزدې 68 كلوميټره لوېديز كښې په لكهنؤ آګره ايكسپرېس وے د اناؤ اولسوالۍ ګدها كلي كښې رامخې ته شوه۔د بهار ايالت سيتامړهي څخه نوې ډلۍ ته تلونكے ډبل ډيكر بس د پيو وړونكېي ټينكر سره ټكر شو۔د پېښې سمدستي اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو ډلې او ايمبولينس ګاډي د پېښې ځاې ته ورسېدل او د ځايې خلقو په مرسته ئي ژوبل شوي د بس څخه بهر راويستل۔د اننانو اولسوالۍ مجسټرېټ ګورانګ راټهي مېډيا ته ووئيل په دې پېښه كښې 18 كسان مړه او نزدې 19 ژوبل شول۔د اترپرديش وزيراعلٰی يوګي آدتيه نات په پېښه د افسوس څرګندونه كړې او چارواكو ته ئې د ژوبل شوو مناسب علاج باوري كولو هدايت كړے۔











