جده 10 جولائي (اے پي پي)سعودي عرب د خارجه چارو اروپائي كونسل غونډه كښې په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره د هر ډول هلو ځلو كولو اهميت رامخې ته كړے۔دا خبره ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د سعودي كابينې په غونډه كښې وكړې شوه ۔د اردو نيوز له مخې غونډه كښې ګډون كوونكو د سعودي استازو مينځني ختيز كښې د منصفانه او …
سعودي عرب د خارجه چارو د اروپائي كونسل غونډه كښې په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره د هر ډول هلو ځلو په كولو زور راوړو
جده 10 جولائي (اے پي پي)سعودي عرب د خارجه چارو اروپائي كونسل غونډه كښې په غزه كښې د سمدستي جنګ بندۍ لپاره د هر ډول هلو ځلو كولو اهميت رامخې ته كړے۔دا خبره ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د سعودي كابينې په غونډه كښې وكړې شوه ۔د اردو نيوز له مخې غونډه كښې ګډون كوونكو د سعودي استازو مينځني ختيز كښې د منصفانه او تل پاتې امن راوستلو او د فلسطيني اولس يوه خپلواكه او په نړيواله كچه تسليم شوي رياست جوړولو لپاره د جائز حقونو ترلاسه كولو وړ اقدامات پورته كولو په ضرورت زور راوړو ۔كابينې په غونډه كښې هېواد كښې د بې روزګارۍ شرح كمولو هڅې وستائېلې شوې ۔په غونډه كښې ووئېل شول چې د سعودي وژن 2030 له مخې په هېواد كښې د بې روزګارۍ شرح كمولو سره د 7 فيصده كولو هدف ټاكلے شوے او هېواد دغې هدف ته نزدې شوے۔په غونډه كښې په ځايې توګه نافذ كوونكو مجموعي پروګرامونو او په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې انفراسټركچر زياتول٬د سعودي وګړو او هېواد كښې مېشته غېر ملكيانو ته د ورسونكو خذمات معيار باوري كول ٬د بېلو څانګو پرمختګ٬كميونيكيشنز ټېكنالوجي٬سرمايه كاري راغب كولو او قامي صنعتونه متحرك كول شامل دي۔په غونډه كښې د سعودي كلتور وزارت او د بحرين د كلتور او نوادرات اتهارټي ترمينځه مرسته٬ د سعودي ټرانسپورټ٬لاجسټك سروسز وزارت او د چين ټرانسپورټ وزارت ترمينځه د فيوچر ټرانسپورټيشن په څانګه كښې مرستې لپاره د مفاهمتي يادښت منظوري وركړې شوه ۔










