
کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي صوبه كښې زرعي ټيوب وېلز د نمر په توان د منتقل كولو په منصوبه د وزيراعظم مننه وكړه۔ د ګل په ورځ د بلوچستان کابينې په غونډه كښې وزيراعظم سره د خبرو په مهال ده ووئيل د بلوچستان اولس ښګړې ٬ پرمختګ او خوشحالۍ پحقله ستاسو پام د ستائنې وړ دے٬ د زرعي ټيوب وېلز د نمر په توان د منتقلۍ پحقله چې څنګه په ترجيحي بنيادونو تاسو كار وكړو د دې مثال نه موندلے كېږي٬ د بلوچستان 27 زره نه زيات زرعي ټيوب ويلونه د نمر په توان د منتقلۍ منصوبې سره به زرعي څانګې سره تړون لرونكو ته ريليف وركولو سره سره د كېسكو لخوا د اربونو روپو سبسډي هم بچت شي۔ ده ووئيل د سولرائزيشن پراجيکټ ډېره د اهميت وړ منصوبه ده ٬ د دې بشپړېدو سره به كروندګر او د زميندارو مسئلې حل شي او د سبسډي په مد كښې به د اربونو روپۍ بچ اوشي