د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي رابطو زياتولو سره به دواړ هېوادونو كښې معاشي استحکام راشي۔آفتاب شيرپاؤ

پېښور 07 جولائي (اے پي پي) د قامي وطن ګوند مرکزي چيئرمېن او د كورنيو چارو پخواني وفاقي وزير آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي رابطو زياتولو سره به نه يواځې د دواړ هېوادونو كښې معاشي استحکام راشي بلکه دې سره اړيكې هم ښه شي۔ وطن کور پېښور كښې د ضلع خېبر د ګوند عهديدار کاشف شنواري د قامي وطن ګوند چيئرمېن آفتاب احمد …

پېښور 07 جولائي (اے پي پي) د قامي وطن ګوند مرکزي چيئرمېن او د كورنيو چارو پخواني وفاقي وزير آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه تجارتي رابطو زياتولو سره به نه يواځې د دواړ هېوادونو كښې معاشي استحکام راشي بلکه دې سره اړيكې هم ښه شي۔ وطن کور پېښور كښې د ضلع خېبر د ګوند عهديدار کاشف شنواري د قامي وطن ګوند چيئرمېن آفتاب احمد خان شيرپاؤ سره ملاقات كړې او د ګوند چيئرمېن ئې د پاك افغان پولې په اړه صورتحال څخه خبر كړو۔ په دې موقع آفتاب احمد خان شيرپاؤ د هېواد سياسي او معاشي صورتحال په اړه هم خبرې اتري وكړي۔آفتاب شيرپاؤ ووئيل د داهلې عارضي اسناد په وجه د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت بند دې چې له امله ئې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زيان رسي۔ده ووئيل د نوې ډاکومنټس په وجه سوداګر ستونزنو سره مخ دي۔ده په فوډ ډيوټي كښې په زياتوالې هم د تشويش څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں