د مسلم ليګ (ن) حكومت په خبرو نه ٬ په عملي ګامونو باور لري۔ سي پېك سره به پاكستان ځانګړې پرمختګ وكړي۔ دې سره به پاك چين دوه اړخيزه اړيكې يو نوې اړخ ومومي ۔ د پرمختګ او سوكالۍ منصوبو سره به ګوادر د مچي مارو يو كوچني كلي څخه نړيوال ښار جوړ شي۔ پاكستان كښې جمهوريت فعاله دے ٬ د رايو اختلاف د جمهوريت ښكلا ده ولې په سي پېك ټول پاكستانيان يو موټې دي۔ سي پېك منصوبه د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د چين وزيراعظم د وژن عكاسي كوي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ګوادر بندر ځائي اېسټ بے اېکسپرېس وے بنياد اېښودو دستورې ته خطاب

ګوادر۔ 22 نومبر (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت په خبرو نه په عملي ګامونو باور لري۔ سي پېك سره به پاكستان ځانګړې پرمختګ وكړي۔ دې سره د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو ته يو نوې اړخ ترلاسه شوې۔ د پرمختګ او سوكالۍ منصوبو سره به ګودار د مچي مارو يو كوچني كلي څخه نړيوال ښار جوړ شي۔ پاكستان كښې جمهوريت فعاله دے …

ګوادر۔ 22 نومبر (اے پی پی)وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) حكومت په خبرو نه په عملي ګامونو باور لري۔ سي پېك سره به پاكستان ځانګړې پرمختګ وكړي۔ دې سره د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو ته يو نوې اړخ ترلاسه شوې۔ د پرمختګ او سوكالۍ منصوبو سره به ګودار د مچي مارو يو كوچني كلي څخه نړيوال ښار جوړ شي۔ پاكستان كښې جمهوريت فعاله دے ٬ د رايو اختلاف د جمهوريت ښكلا ده ولې په سي پېك ټول پاكستانيان يو موټې دي۔ سي پېك منصوبه د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د چين وزيراعظم د وژن عكاسي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورؤ په ورځ ګوادر بندر ځائي اېسټ بے اېکسپرېس وے د بنياد اېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال داخله وزير احسن اقبال ٬ د مېري ټائم افيئرز وفاقي وزير مير حاصل بزنجو ٬ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئۍ ٬ چينائي سفارتكار يانګ ينګ ٬ د بلوچستان اعلی وزير نواب ثناﺀ الله زهري ، د سېفران وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ، د پټروليم دوهم وزير جام كمال خان ٬ د مېري ټائم دوهم وزير جعفر اقبال، کمانډر سدرن کمانډر لېفټېننټ جنرل عاصم باجوہ، د چینائي کنسټرکشن کمپنۍ چارواكو پشمول نورو اعلی عهدېدارو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل په دې دستوره كښې ګډون كول ما لپاره يو درناوې دے۔ په ګوادر كښې د پرمختګ يوه بله منصوبه د دواړو هېوادونو د ځانګړې ملګرتيا او اړيكو يو بل مظهر دے۔ پاكستان او چين يو بل سره 70 كلنې پخوانۍ اړيكې لري او د ګوادر پرمختګ د پاكستان او چين ترمينځھ د مرستې او ملګرتيا يو مضبوط مثال دے۔ وزیراعظم ووئيل د سي پېك تر سېوري لاندې د دواړو هېوادونو ترمينځه د جے سي سي 7م دور تېره ورځې پايې ته رسېدلې۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك منصوبه د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو او مرستې څرګندونه ده۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې سی پېک به د پاك چين ملګرتيا لا قوي كړي۔ سي پېك د دواړوه هېوادونو شريك وژن دے۔ سی پېک پاکستان د پاك چين د مشرتابه شريك وژن دے۔ وزيراعظم خپلو خبرو كښې د چينائي چینی کمېونیکیشن کارپوریشن، چائني اوورسیز بورډ هولډ کمپنی او د ګوادر ډوېلپمنټ اتھارټي خاص مننه وكړه چا چې د 15 اربه روپو دا منصوبه پېل كړې۔ وزيراعظم ووئيل دې منصوبې سره به د ګوادر بندر ځائې د فري زون او كوسټل هائي وے ګرځولو سر ه كراچۍ سره تماس وتړلې شي۔ د ګوادر پرمختګ او سوكالۍ لپاره د بېلو منصوبو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل ګوادر كښې به پائلټ فری زون د روان كال په مهال بشپړ كړې شي۔ په پورټ پراجېكټ اور نورو منصوبو كار روان دے۔ د ایئرپورټ پرانسته هم زر كېږي۔ دغسې پاور پلانټ به هم ډېر زر كار پېل كړي۔۔ وزیراعظم ووئېل وزیراعظم ګورنر او اعلی وزير ته ووئيل د ګوادر د پرمختګ او سوكالۍ منصوبو كښې بايد د ځائي وګړو خيال وساتلې شي۔ دا منصوبې به نه يوازې د ګوادر بلكې د ټول پاكستان په ګټه وي۔ دې سره به اولس ته درزګار او د تربيې موقعې وركړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن) حكومت يوازې خبرې نه بلكې كار كوي۔ وزیراعظم ووئيل زه د تېرو 30 كلونو نه ګوادر ته راځم۔ وړومبې د دې ځائې او كوئټې ترمينځھ كومه رابطه نه وه خو نن د لوئے څښتن په فضل 650 کلومیټره څخه اوږده هائي وۍ بشپړه شوې او د ورځو سفر په يو څو ساعتو كښې كېږي۔ دغسې خضدار څخه تر رتو ډېرو سړك جوړېږي۔ وزیراعظم ووئيل سي پېك د كومې صوبې يا سيمې نه د ټول پاكستان منصوبه ده۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې جمهوريت فعاله دے او د رايو اختلاف د جمهوريت حسن دے ولې د لوئي څښتن په فضل په سي پېك پاكستان يو موټې دے۔ وزیراعظم ووئيل ايسټ بے اېكسپرېس وے او د ګوادر پرمختګ او څوكالۍ نورې منصوبې به په وخت بشپړې شي