مردان٬ په تخت بھائي سيمه كښې چاٶدنه٬ دوه كسان مړه٬ پنځه ژوبل

پېښور 05 جولائي (اے پي پي) د مردان د تخت بهائي تحصيل په جلاله پل سيمه كښې د بمي چاٶدنې له امله دوه كسان مړه او پنځه ژوبل شوي۔ ځائي پوليسو له مخې په ژوبل شويو كښې يو پوليس اهلكار ٬ مېرمن او يو كوچنې هم شامل دي۔ پوليسو له مخې په بريد كښې د پوليسو ګاډې هدف ٶ۔ مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي او پوليسو تحقيقات پېل كړې دي۔