
پېښور 04 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سردار علي امين خان ګنډا پور هري پور كښې د مسافرو ګاډې ژورې كندې ته د لوېدو په پېښه د افسوس څرګندونه وكړه ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ په دې موقع وزيراعلي ضلعي انتظاميه ته پېښه كښې ژوبل شوو كسانو ته د غوره طبي آسانيو وركولو هم امر وكړو۔