په چيمپئنز آف ليجنډ کرکټ ټورنامنټ كښې به (نن) دوه مېچونه كېږي

لندن 04 جولائي (اے پي پي) په چيمپئنز آف ليجنډ کرکټ ټورنامنټ كښې به (نن) د جمعې په ورځ دوه نور مېچونه كېږي٬ وړومبے مېچ به د آسټراليا چيمپئنز او د سوئيلي افريقه چيمپئنز ترمېنځه په ايجبسټن ،برمنګھم كښې كېږي فاسټ باٶلر برېټ لي به د اسټراليا د چيمپئنز او جېك كېلس به د سوئيلي افريقه د چيمپئنز ډلې مشري كوي۔ دوېم مېچ به د هند چيمپئنز او ويسټ انډيز …

لندن 04 جولائي (اے پي پي) په چيمپئنز آف ليجنډ کرکټ ټورنامنټ كښې به (نن) د جمعې په ورځ دوه نور مېچونه كېږي٬ وړومبے مېچ به د آسټراليا چيمپئنز او د سوئيلي افريقه چيمپئنز ترمېنځه په ايجبسټن ،برمنګھم كښې كېږي فاسټ باٶلر برېټ لي به د اسټراليا د چيمپئنز او جېك كېلس به د سوئيلي افريقه د چيمپئنز ډلې مشري كوي۔ دوېم مېچ به د هند چيمپئنز او ويسټ انډيز چيمپئنز ترمېنځه ايجبسټن ،برمنګھم كښې كېږي يوراج سنګھ به د هند او كرس ګېل به د ويسټ انډيز چيمپئنز مشري كوي۔ د چيمپئنز آف ليجنډ کرکټ ټورنامنټ سيمي فائنلز به په 12 جولائي په نارتھمپټن كښې كېږي او فائنل به په 13 جولائي برمنګهم كښې كېږي۔