پېښور 04 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت په سرکاري خرڅ په ورکشاپس، سيمينار او بهر هېوادونو نه د علاج پشمول د نوو ګاډو په اغستو بنديز ولګولو۔ د صوبائي حکومت لخوا دا پرېكړه د كفايت شعارۍ پاليسۍ د اصولو له مخې وشوه٬ د خزانې څانګې د مالياتي نظم او ضبط پحقله ټولو څانګو او ادارو ته مراسله جاري شوه ٬ په دې لړ كښې د مالياتي نظم وضبط لپاره د وضع كړو اصولو منظوري صوبائي كابينې وركړې۔ د مراسلې له مخې د آساميو په تخليق كښې وزيراعليٰ د کېس ټو کېس په بنياد په بنديز كښې نرمي كولې شي٬ حكومتي وياند ووئيل ايمبولنس، فائرټرکس، ټريکټرز، بسونه او د نورې مشينرۍ نه علاوه د ګاډو په اغستو به بنديز وي۔