باجوړ كښې ريموټ كنټرول چاودنه كښې د پخواني سېنېټر هدايت الله پشمول درې كسه په حق ورسېدل

پېښور03 جولائی (اے پي پي)باجوړ كښې په ريموټ كنټرول چاودنه كښې د پخواني سېنېټر هدايت الله پشمول درې كسه په حق ورسېدل۔د پوليس له مخې د باجوړ په ډمه ډوله سيمه كښې د ريموټ كنټرول ډيوائس د لارې چاودنه شوې ۔پوليس ووئېل په چاودنه كښې د پخواني سېنېټر هدايت الله ګاډې په نخښه كړے شو چې په نتيجه كښې ئې د پخواني سېنېټر پشمول درې كسه په حق ورسېدل۔پخواني سېنېټر سره په حق رسېدلو كسانو كښې د ماموند قبائېلي ملك عرفان٬ملك نذير الدين شامل دي۔پوليس ووئېل هدايت الله په پي كے 22 كښې د خپل وراره د ټاكنو كمپائن كښې ډمه ډوله ته تللے ؤ او د ټاكنو كمپائن نه پس بېرته راتللو چې د هدايت الله ګاډې په نخښه كړے شو۔ د چارواكو وينا ده چې هدايت الله د پخواني اېم اېن اے حاجي بسم الله خان زوي او د پخواني ګورنر شوكت الله ورور دے٬ هغه د 2012 نه تر 2018 او 2018 نه تر 2024 په آزاد حېثيت سره سېنېټر پاتې شوے ۔هدايت الله د هوا بازۍ لپاره د اسټينډنګ كمېټۍ چيئرمېن او د نيكټا ممبر هم پاتې شوے دے۔