پېښور 03 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د سختۍ ګرمۍ او حبس له امله د ګېسټرو او ډائريا كېسونه زيات شول٬ د صحت محكمې د صوبې په بېلا بېلو روغتونونو كښې د يوې اونۍ په مهال د ځپلو كسانو شمېره 25 زره 900 نه زياته رېكارډ كړې۔ د روغتيا محكمې له مخې د ګېسټرو او ډائريا زياتره كېسونه د پېښور، سوات، چارسده او ډي آئي خان څخه رپورټ شول چرته چې دا مهال زياته ګرمي ده۔ رپورټ له مخې د ټولو نه زيات كېسونه په پېښور كښې رامخې ته شوي چې شمېره ئې درې زره 282 نه زياته ده ٬ د دې نه علاوه په سوات كښې دوه زره 884 كېسز ٬ چارسده كښې 1815 كېسز ٬ ډي آئي خان كښې 1698، صوابۍ كښې 144، كوز دير كښې 128، مالاكنډ كښې 127، باجوړ كښې 120، نوښار كښې 1186 او په مردان كښې 1060 كسان دې رنځ څخه ځپلې شوې دي