د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د تاجكستان ختلون سيمې ګورنر سره ملاقات٬ په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او سېلګرۍ په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ د ختلون سوداګرو لپاره په خېبرپښتونخوا كښې د تجارت او سرمايه كارۍ ښې موقعې شته

اسلام آباد 02 جولائی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د تاجكستان ختلون سيمې ګورنر دولت علي سيد سره ملاقات كړے٬په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او سېلګرۍ ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔فيصل كريم كنډي د خېبرپښتونخوا وړومبے ګورنر دے چا چې په 32 كلونو كښې په وړومبي ځل د تاجكستان دورې په مهال نائب وزيراعظم او د ختلون ريجن ګورنر سره د اعلٰی پلاوي سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو مهم كاروباري او حكومتي شخصيات موجود وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئېل تاجكستان د ختلون ريجن د افغانستان څخه قربت په سبب د پاكستان څخه هم په ډېره كمه فاصله پروت دے٬د ختلون سوداګرو لپاره په خېبرپښتونخوا كښې د تجارت او سرمايه كارۍ ښې موقعې شته ۔ده د ختلون ګورنر او نورو چارواكو ته بلنه وركړه چې هغوي پیښور ته راشي او هلته كاروباري شخصيات سره ملاقات وكړي دغسې چې د دواړو سيمو اولس ته د معاشي پرمختګ موقعې هم ترلاسه شي او سېلګرۍ ته هم وده ترلاسه شي۔ده ووئيل د ختلون او خېبرپښتونخوا ترمينځه يواځې درې كلوميټره د افغانستان سيمه پرنه ده لهذا زمونږ مذهب٬كلتور مشترك دے ځكه مونږ پیښور او ختلون ته د وروڼو ضلعو درجه وركول غواړو٬ده ووئيل كرغزستان٬تاجكستان٬افغانستان او پاكستان ترمينځه د برېښنا رسنه عظيمه منصوبه كاسا-1000 كښې هم ختلون ريجن شامل دے۔ده ووئيل چډېر زر به زمونږ د هېواد يو اعلٰی كچ پلاوې د پیښور دوره وكړي۔ده په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته خاص سوینیئر هم وركړو۔