ويسټ انډيز به روانه مياشت د انګلينډ دوره كوي٬ د كوربه لوبډلې په ضد به د 3 ټيسټ ميچونو سيريز كوي

لندن۔2جولائی(اے پی پی) د انګلېنډ اېنډ ویلز کرکټ بورډ (اي سي بي) اعلامیې له مخې د وېسټ انډيز كركټ لوبډله به روانه مياشت د انګلينډ دوره كوي۔ مېلمه لوبډله وېسټ انډيز به د خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ كوم به چې د آئی سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ برخه وي۔ د 3 ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ به 10 …

لندن۔2جولائی(اے پی پی) د انګلېنډ اېنډ ویلز کرکټ بورډ (اي سي بي) اعلامیې له مخې د وېسټ انډيز كركټ لوبډله به روانه مياشت د انګلينډ دوره كوي۔ مېلمه لوبډله وېسټ انډيز به د خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 3 ټېسټ مېچونو سيريز كوي۔ كوم به چې د آئی سي سي ورلډ ټېسټ چېمپئن شپ برخه وي۔ د 3 ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ به 10 څخه تر 14 جولائي په لارډز، لندن ٬ دويم به 18 څخه تر 22 جولائي په ټرېنټ برج، ناټنګھم او درېم او وروستے ټېسټ مېچ به 26 څخه تر 30 جولائي ايجبسټن ٬ برمنګھم كښې كيږي۔ د دې مېچونو په مهال به د وېسټ انډيز لوبډلې مشري کرېګ برتھوېټ او د برطانېه لوبډلې بين سټوكس كوي