په خيبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي 5 ورځنې كمپائن پيل شو

پېښور 01 جولائی (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د پولیو مخنيوي 5 ورځنې كمپائن پېل شوے دے كوم به چې تر 5 جولائې روان وي۔ د تفصیلاتو له مخې د كمپائن ترمخه د صوبې 6 ضلعو كښې به 100 فيصده ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي،په دې ضلعو كښې صوابۍ ، سوات، ټانك ، شمالی وزیرستان، جنوبی وزیرستان لوئر او جنوبی وزیرستان اپر شامل دي،دغسې 5 ضلعو كښې به په مخصوص یونین کونسلونو كښې هم دا كمپائن روان وي كومو كښې چې د ډی آئی خان 22 یونین کونسلز ، پېښور درې او کرم ، بنو او لکی مروت يو ٬ يو یونین کونسل شامل دې۔ د كمپائن ترمخه په مجموعی توګه 12 لکهه 99 زره ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكو وركولو هدف مقرر كړے شوے۔ دې مقصد لپاره 9921 ډلي جوړې كړې شوي دغسې د پولیو ډلو حفاظت لپاره نزدې 15 زره امنيتي اهلكار تعینات كړې شوي۔