پېښور 01 جولائی (اے پی پی) د ضلع خېبر په تخته بيګ چوكۍ بريد كښې د شهيد شوي پولیس اهلکار اعجاز خان د جنازې مونځ پولیس لائنز خېبر كښې د سرکاري اعزاز سره ادا كړے شو۔په دې موقع د پولیس يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وكړه۔ډی پی او سلیم عباس کلاچي او نور د پولیس افسرانو پشمول د سيمې مشرانو د هغه د جنازې مونځ كښې ګډون وكرو او د شهيد په مړي ئې د ګلونو څادر وغوړولو او د هغه لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔په دې موقع ډی پی او سلیم عباس د شهيد د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره شهيد ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د شهيد شوي اهلكار وينه به بے ځايه نه ځي،شر خوښي دې ډول ناوړه کاروائیو سره زمونږ حوصلې كمزورې كولې نشي،پېښه كښې ككړ كسان به ډير زر رامخې ته كرې شي۔ده ووئيل د سيمې امن او د اولس حفاظت لپاره به هيڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه كوو