
پېښور 01 جولائی (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سردار علی امین ګنډا پور ضلع خېبر كښې په تخته بيګ چوكۍ د بريد غندنه كولو سره پېښه كښې د يو پولیس او يو اېف سي اهلکار په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ۔وزیراعلی د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د هغوي لوړو درجو لپاره دعا وکړه۔ده د غندنې په خپل بیان كښې د هېواد او قام په خاطر د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو شهيدانو ته سلام كولو سره ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے