ضلع كرم٬ په غوز ګړھي مقبل كښې د لاسي بم چاؤدنې پيښه ٬ 19 كسان ژوبل شول

پاراچنار۔ 30 جون (اے پی پی) د ضلع کرم په پولييزه سيمه غوزګړھی مقبل كښې د لاسي بم چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 19 كسان ژوبل شوي دي۔ د پولیس ذريعو له مخې د ضلع کرم په پولييزه سيمه غوزګړھي مقبل كښې په يو كور كښې د واده دستوره روانه وه چې په دغه مهال يوه درنه چاؤدنه وشوه۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې 19 كسان ژوبل شول۔ ژوبل شوي په سمدستي توګه تحصیل هېډ کوارټر روغتون صده ته ورسولې شوو۔ د ډاكټرانو له مخې د زياتره ژوبل شويو كسانو حالت خطرې څخه بهر دے۔ د پوليس وېنا ده چې د پېښې پلټنې روان دي او دا وئيلې شوي چې د ابتدائي پلټنيو له مخې دا پېښه د واده په دستوره كښې د موجود يو تن په جيب كښې د هېنډ ګرېنډ چاؤدلو په نتيجه كښې رامخې ته شوې ده۔