صوبائي حکومت د سختو اقتصادي حالاتو باوجود متوازن بجټ وړاندے کړے دے ٬ د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 29 جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي چې صوبائي حکومت د سختو اقتصادي حالاتو باوجود متوازن بجټ وړاندې کړے دے ٬ نوي ټيکسونه نه لګول ښه خبره ده۔ د بلوچستان ګورنر د بجټ په اړه د خبرو په مهال ووئيل چې د ټولو اقتصادي مشکلاتو باوجود د بجټ له اسنادو څخه څرګنديږي چې حکومت د روزګار نوې موقعې پيدا کولو، صوبې ته سرمايه کاري راوړلو او د عامو وګړو اقتصادي حالت ښه کولو لپاره ټولې ممکنه هڅې كوي ، تمه ده چې د وفاق په ملاتړ او د پلوچستان د پورونو او ضروري پرمختيايي فنډونو برابرولو سره به حالات نور هم ښه شي۔ د بلوچستان ګورنر ووئيل د تېرو څو کلونو راهسې په بجټ کښې بېلې كړې شوې پېسې په بشپړه توګه كارولې نه شي او هر كال دا لويې رقم ليپس شي ٬ دا ځل بايد د دې خبرې جدي هڅه وكړې شي چې د مالي كال ختمېدو څخه وړاندې ټول بېل كړې شوي فنډز په بشپړه توګه وكارولې شي دغسې چې په پرمختيائي منصوبو زيات نه زيات كار وكړے شي۔ ده ووئيل د صوبائي بجټ په ټولو پرمختيائي منصوبو د عملدرآمد زياتې نه زياتې مېوې دې اولس ته ورسولې شي ٬ پرمختيائي منصوبو او اقداماتو ته دې حتمي شكل وركړے شي دغسې چې د تعمير او پرمختګ لارې متعين كړې شي۔