زده كوؤنكې دې له ډګرۍ ترلاسه كولو څخه وروستو تر كورونو محدود نه پاتې كيږي٬ علم ويشلو سره دې د ټولنې د يوې ګټورې وګړې كيدو ثبوت وركړي٬ خواجه آصف

سیالکوټ۔29جون (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي زده كوؤنكې دې له ډګرۍ ترلاسه كولو څخه وروستو تر كورونو محدود نه پاتې كيږي٬ خپل علم ويشلو سره دې د ټولنې د يوې ګټورې وګړې كيدو ثبوت وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د ګورنمنټ کالج وومن یونیورسټی سیالکوټ 5 م كانووكېشن په موقعه راجوړې كړې شوې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده زده كوؤنكو انجونو ته د ډګرۍ په بشپړ كولو مباركي وركړه او هغوي ته يۍ د ترلاسه كړي علم ټولنې ته د وركولو نصيحت وكړو۔ ده په دوئي زور راوړو چې هغوي دې ډګرۍ ترلاسه كولو څخه وروستو تر كورونو محدود پاتې نه شي بلكې د هېواد او قام خذمت دے وكړي۔ ده ووئيل علم هغه دولت دوے كوم چې خپرولو سره لا سوا كيږي۔ ده ووئيل زمونږ لوستې لونړا يوه ښه ټولنه تشكيل كولې شي ولې چې د نن لور د سبا مور ده او مور د ټولې كورنۍ ذمه وارۍ سنبالوي۔ خواجه آصف ووئيل د يو ډاكټر په جوړېدو حكومت نزدې يو كروړ 20 لكه روپۍ مصرف كوي خو د يوې اندازې له مخې نزدې 83 فيصده انجونې ډاكټرانې جوړېدو څخه وروستو تر خپلو كورونو محدود پاتې كيږي او يوازې 17 فيصده عملي مېدان ته راوځي او دا زيات ظلم دے۔ وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر زرین فاطمه رضوي په ابتدائي كلماتو كښې دستوره كښې په ګډون كولو د خاص مېلما وزیر دفاع خواجه محمد آصف ،صدر چیمبر عبدالغفور ملک، صدر وېمن چیمبر ډاکټر مریم نعمان ٬ دسنډيكېټ غړو او نورو مېلمنو مننه وكړه۔ دې د کنټرولر ملک ګلشان اسلم ، د هغه د ډلې او د انتظاميې كمېټۍ غړو هڅې وستائلې او په يو كامياب كانووكېشن كولو يۍ دوئي ته مباركي وركړه۔