سرینګر ۔29جون(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوې جموں وكشمير په لهه ضلعه كښې د هندي پوځ يو ټېنك پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې د يو جونیئر کمشنډ افسر( جے سی او) په شمول 5 عسكر مړه شوي دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې په لهه كښې لائن آف اېکچول کنټرول (اېل اے سی) ته نزدې مندر موړ نومې سيمه كښې يو AT-72 ټېنك پېښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ د جے سي او په شمول 5 هندي عسكر مړه شول۔ دا پېښه د خالي په ورځ سهر درې بجې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې ياد شوي ټېنك درياب څخه د پورې غاړه تللو هڅه كوله۔ د هندي ميډيا وېنا ده چې د ټولو 5 اهلكارو مړي راويستلې شوي دي۔