د فيصل كريم كنډي هكله انټرچينج ته نزدے د ايمبولينس په پيښه كښې د بشري ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

پېښور۔ 29 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په ډي آئي خان موټروے هکله انټرچېنج ته نزدې د اېمبولېنس په پېښه كښې د 5 كسانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر فيصل كريم كنډي ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د لوړو درجو او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔