د ايپکس کميټۍ غونډه كښې چا د آپريشن عزم استحکام مخالفت نه دې كړے۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر

پېښور 26 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د اپيکس کميټۍ په غونډه كښې څلور واړه اعلٰې وزيران او د ګلګت بلتستان وزيراعلٰې هم ګډون كولو ۔ په چارسده عمرزئۍ كښې د پيپلز پارټي ضلعي صدر په استوګنه كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د اېپكس كمېټۍ په غونډه كښې د وزيراعلي علي امين ګنډا پور پشمول چا هم د عزم …

پېښور 26 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د اپيکس کميټۍ په غونډه كښې څلور واړه اعلٰې وزيران او د ګلګت بلتستان وزيراعلٰې هم ګډون كولو ۔ په چارسده عمرزئۍ كښې د پيپلز پارټي ضلعي صدر په استوګنه كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د اېپكس كمېټۍ په غونډه كښې د وزيراعلي علي امين ګنډا پور پشمول چا هم د عزم استحكام اپرېشن مخالفت نه دې كړے۔ ده ووئيل د سوئيلي ضلعو پشمول ډېره اسماعيل خان كښې د امن وضعه خرابه ده، خپله مولانا فضل الرحمان په دې لړ كښې د اندېښنې څرګندونه كړې۔ ده ووئيل د اتسلم بدلون نه وروستو امن ساتل د صوبائي حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل د چشمه رائټ بينک کينال او دير چترال ايکسپريس وے لپاره 19 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ ده ووئيل د صوبې په يو شمېر پوهنتونونو كښې د وائس چانسلرز نشتوالے د تشويش وړ دے ٬ ده ووئېل صوبائي حكومت تعليم لپاره په بجټ كښې درې اربه روپۍ بېلې كړي او د سندھ حكومت 25 اربه روپۍ تعليم لپاره بېلې كړې دي۔

مزید خبریں